د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت غواړی چی د کندهار ښاروالي خپل ملکیتونه د څلورمي ناحیې مربوط د زاړه ګمرک په ساحه کښی د (E) بلاک په دریم او څلورم منزل کښي (۲۰) بابه بالاخانې او همدارنګه د پخوانی نظم خاص پر مخامخ د احمد شاهی جادې جنوب طرف ته تجارتی مارکېټ په اول منزل کښی (۱۶-۱۵-۱۴-۱۳-۱۲-۱۱) شماره دکانونه او (A1, A2) شماره دکانونه او په دوهم منزل کښی (۱۲-۱۳-۱۶-۱۵-۱۴) شماره دکانونه او په دریم منزل کی د شرق طرف څخه (۷-۸-۹-۱۲-۱۳-۱۴-۱۵-۱۶) بالاخانې وجود لری چی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادی داوطلبۍ له لاری په کرایه ورکول کیږي. ټول هغه اشخاص چی غواړی په داوطلبۍ کي ګډون وکړی خپل غوښتنلیکونه دی د ۱۴۰۰ کال د دلوی د میاشتی د ۲ نېټې څخه بیا د همدې میاشتی تر ۱۴ نېټې پوری د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت ته وسپاری، شرطپاڼه کتلای سی. د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږی او داوطلبی د ۱۴۰۰ کال د دلوی د میاشتی پر ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکاتو په عمومی مدیریت کی د سهار په ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کی ترسره کیږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندی شمېرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۸۳۴۳۳۹۶۶