دکندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

mohammadi_admin
داوطلبۍ اعلان

دکندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د اوومي ناحیې مربوط د سیلو په ساحه کښي د یو باب غټو وسایطو پارکینګ دتیرکال د عقد سوي قرارداد پر اساس محترم اسدالله د حاجي محمد یوسف زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ /۳۹۰۰۰۰۰ـــــــ درې میلیونه نهه سوه زره افغانۍ غوښتونکی سوئ دی هغه اشخاص چي ذکر سوی پارکینګ د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکی وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۱کال د جدي دمیاشتي د ۲۰نیټې څخه تر دلوه دمیاشتي تر ۴نیټي پوري د ښاروالۍ ریاست دتهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري،داجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخیستل کیږی او د داوطلبۍ مجلس دجاري کال د دلوي دمیاشتي پر ۵نیټه دچهار شنبې په ورځ دسهار پر ۱۰بجې تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي صورت نیسي.

دلازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.

۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷

۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶