دکندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

zroohi_admin
داوطلبۍ اعلان

دکندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د اوومي ناحیې مربوط د سیلو په ساحه کښي د یو باب غټو وسایطو پارکینګ دتیرکال د عقد سوي قرارداد پر اساس محترم اسدالله د حاجي محمد یوسف زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ /۳۹۰۰۰۰۰ـــــــ درې میلیونه نهه سوه زره افغانۍ غوښتونکی سوئ دی هغه اشخاص چي ذکر سوی پارکینګ د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکی وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۱کال د جدي دمیاشتي د ۲۰نیټې څخه تر دلوه دمیاشتي تر ۴نیټي پوري د ښاروالۍ ریاست دتهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري،داجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخیستل کیږی او د داوطلبۍ مجلس دجاري کال د دلوي دمیاشتي پر ۵نیټه دچهار شنبې په ورځ دسهار پر ۱۰بجې تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي صورت نیسي.

دلازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.

۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷

۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۸:۱۹
Background image

قصابانو ته د کندهار ښاروالۍ له لوري خبرتيا!

۱ . کندهار ښاروالۍ ټولو د ښار قصابانو ته خبر ورکوي چي د بندي ورځ عملي کړي او بايد دوکان ئې په مطلق ډول د بندي په ورځ بند کړي.

۲ . د حيواناتو حلال کېده بايد د ښاروالۍ مسلخ په دا خل کي . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۰:۲۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ د خالي ګذرونو د اعلان خبرتيا!

د کندهار ښاروالۍ د شپږمي ناحیې اړوند (۲) ګذر- د اوومي ناحیې اړوند (۱۰-۱۱) ګذر- د نهمي ناحیې اړوند (۴-۷-۸-۹) ګذر- د یوولسمي ناحیې اړوند (۳-۵) ګذر او د دیارلسمي ناحیې اړوند (۱) ګذر . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ پلان لري چي د ښار د ښکلا په خاطر د ښار په مرکزي ناحیو کښي پر عمومي واټونو او چوکونو باندي د ډیجیټل اعلاناتو لپاره زمینه برابره کړي، ټول هغه شرکتونه چي په یاده برخه کښي . . .

Back to announcements