په کندهار ښار کي له قصابانو څخه د نرخونو کنټرول او نظافت ساتلو په موخه نظارت ترسره سو.

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۴
تفتيش او کنترول

دوشنبه ۱۳ / ۱۲ / ۱۴۰۳ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم آمریت د امنیه قومندانۍ په همکاري د ښار په بېلابیلو ساحو کي د قصابانو څخه د ټاکل سوي لایحې او نرخنامې مطابق نظارت ترسره کړی.

دنظارت پر مهال مسؤلینو قصابانو ته د نرخنامې عملي کولو او نظافت مراعتولو اړوند ضروري سپارښتني وکړې. له هغوی څخه غوښتنه وسوه، چي د ټاکل سوي لایحې او نرخنامې له مخي خلګو ته غوښه عرضه کړي.

همدارنګه مسؤلینو د ښار له قصابانو څخه جدي غوښتنه وکړه، چي دخپلو دوکانونو د پاکوالي لپاره ځانګړي قفسچې جوړي کړي او د ښار ښکلا ته هم لازمه پاملرنه وکړي. هغوی ته خبرداری ورکړل سو، که د ټاکل سوي لایحې او اصولو څخه سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخ سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښار کي له قصابانو څخه د نرخونو کنټرول او نظافت ساتلو په موخه نظارت ترسره سو.