د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

Anonymous (not verified)
د کندهار ښاروالی خبرتیا

د کندهار ښاروالی غواړی چی د خپل انکشافی بودجې پر اساس د څلورمی ناحیې مربوط د اکثریت دوکانونو د پاته کارونو د بشپړولو پروژې قرارداد د رسمی طی مراحلو څخه وروسته د اعتماد مېزان ساختمانی شرکت سره عقد کړی. هر شخص چی د نوموړی شرکت د مسؤلینو سره حقوقی دعوه او یا کومه بله ستونزه ولری، کولای سی چی د ۱۴۰۰/۳/۱۷ نېټې څخه بیا تر ۱۴۰۰/۳/۲۳ نېټې پوری د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکات عمومی مدیریت ته تشریف راوړی او خپل اړونده اسنادونه دی حاضر کړی تر څو په اړه یې وروستی اجراآت صورت ونیسي. 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندی شمېره اړیکه ونیسئ. 
۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹