د کندهار اقتصادي پراختیا او صادراتو کچې د لوړونې مطبوعاتي کانفرانس ورکړل شو

د کندهار اقتصادي پراختیا او صادراتو کچې د لوړونې په موخه چې د کندهار مېشته ملي سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو له لوري ۱۱سترو پروژو کې د پانګونې ډاډ څرګند شوی و، په اړه يې د کندهار والي حیات الله حیات، د افغانستان هوایي ډګرونو اقتصادي پراختیا کمېسيون دارالانشاء رئيس نصرالله صاحبزاده، د زراعتي محصولاتو او مالدارۍ خونې، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کندهار د معدنونو او صنایعو خونې او د کندهار د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رئيسانو له لوري د رسنیو استازو سره معلومات شریک شول.


د کندهار والي وویل، چې د کندهار مېشته ملي سودګرو، پانګوالو او صنعتکارانو د یاد ولایت د اقتصادي پراختیا او صادراتو کچې د لوړونې په موخه د ۱۳۹۹ لمريز کال لپاره د ۱۱ سترو پروژو د پلي کېدو چې تر سل میلیونه امریکايي ډالرو زیاته پانګونه به پرې وشي ژمنې وکړي.


صاحبزاده بیا وویل، چې اونۍ وړاندې د هېواد جلالتماب ولسمشر په مشرۍ  د ۵ / ۹ / ۱۳۹۸ نېټې د هدایت پر اساس کندهار ته راغلو، دلته يې د مېشتو پانګوالو او صنعتکارانو سره متواترې ناستې وکړي، له دوی يې وغوښتل چې اولیتونو ته په کتو ۱۳۹۹ لمريز کال لپاره هغه پروژې انتخاب کړي چې پکې غواړي پانګونه وکړي او د راتلونکو کالونو لپاره جامع طرحه ترتیب کړي.
نوموړي وویل، د متواترو ناستووروسته وطندوسته پانګوالو ورته ژمنه ورکړه چې ۱۳۹۹ کال کې به ۱۱ پروژې دولت سره تر یو توافق وروسته پلي کړي، او راتلونکي کالونو لپاره به اوږدمهاله پلان تطبیق کړي.