د کندهار ښاروالی د داوطلبی اعلان

ناپیژنده (not verified)
د داوطلبی اعلان

Publish Date

Closing Date

Location کندهار

د کندهار ښاروالی غواړی چی د ۱۴۰۱ مالی کال د انکشافی او تدارکاتی پلان پر اساس د کندهار ښار په مختلیفو ساحو کښی د ترافیکی اشارو ترمیم او پاک کاری وکړي. ټول هغه شرکتونه چی د پروژې قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولری خپل غوښتنلیکونه دی د ۱۴۰۰ هـ ش کال د دلوی د میاشتی د ۳ نېټې څخه بیا د همدې میاشتی تر ۱۶ نېټې د شنبې تر ورځې پوری د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت ته وسپاری. د یادی پروژې تخنیکی اسناد او د آفر فورمې دی د مسؤل کس څخه تر لاسه کړی او بعداً دی د آفر تضمین د تدارکاتو د قانون پر اساس تحویل کړی. داوطلبي د ۱۴۰۰ هـ ش کال د دلوی د میاشتی پر ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کښی د تهیه او تدارکاتو په عمومی مدیریت کښی ترسره کیږي
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندی شمېره اړیکه ونیسئ
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹
 

Documents

د ترافیکی اشارو شرطپاڼه

More tenders

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د لسمي ناحیې مربوط د شرقي لین په هډه کښي دوهم نمبر کوچنئ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د میرویس او احمد شاهي مارکېټ مخته د وسایطو پارکینګ په مورد محترم محمد حکیم د محمد اکبر زوی د شرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره په اجاره مبلغ / . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۵۴
Background image

د دواطلبۍ اعلان!

د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ ښاروالي غواړي، چي خپل ملکيت د بابا صاحب پارکینګ د شرط پاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکړي.

هغه اشخاص چي د ذکر سوي پارکینګ . . .

Back to tenders