د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان

ناپیژنده (not verified)
د داوطلبی اعلان

Publish Date

Closing Date

Location کندهار

د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت غواړی چی د کندهار ښاروالي خپل ملکیتونه د څلورمي ناحیې مربوط د زاړه ګمرک په ساحه کښی د (E) بلاک په دریم او څلورم منزل کښي (۲۰) بابه بالاخانې او همدارنګه د پخوانی نظم خاص پر مخامخ د احمد شاهی جادې جنوب طرف ته تجارتی مارکېټ په اول منزل کښی (۱۶-۱۵-۱۴-۱۳-۱۲-۱۱) شماره دکانونه او (A1, A2) شماره دکانونه او په دوهم منزل کښی (۱۲-۱۳-۱۶-۱۵-۱۴) شماره دکانونه او په دریم منزل کی د شرق طرف څخه (۷-۸-۹-۱۲-۱۳-۱۴-۱۵-۱۶) بالاخانې وجود لری چی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادی داوطلبۍ له لاری په کرایه ورکول کیږي. ټول هغه اشخاص چی غواړی په داوطلبۍ کي ګډون وکړی خپل غوښتنلیکونه دی د ۱۴۰۰ کال د دلوی د میاشتی د ۲ نېټې څخه بیا د همدې میاشتی تر ۱۴ نېټې پوری د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت ته وسپاری، شرطپاڼه کتلای سی. د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږی او داوطلبی د ۱۴۰۰ کال د دلوی د میاشتی پر ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکاتو په عمومی مدیریت کی د سهار په ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کی ترسره کیږي. 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندی شمېرو اړیکه ونیسئ. 
 ۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۸۳۴۳۳۹۶۶
 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د لوی امپراتور احمدشاه بابا زیارت غرب طرف ته د زاړه دیوال تخریب او د نوي دیوال او پنجرې جوړولو پروژې قرارداد عقد کړي.

ټول هغه شرکتونه چي دیاد قرارداد د سرته . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي، چي د خپل ملکېت اړوند د ۷ ناحیې مربوط د سرپوزې پارک په یوه حصه کي د واده صالون جوړ کړي. صالون او پارک دواړه د آزادي داوطلبۍ له لاري د شرط پاڼي مطابق ترڅو چي یې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

 

کندهار ښاروالۍ غواړي چي د کندهار ښار د (۱۵) ناحیو ټول کثافات په مناسب شکل د خصوصي سکټور د ماشینرۍ له لاري له ښار څخه د باندي و ټاکلي ځایونو ته انتقال کړي.

د شرکتونو هغه مسؤلین چي په . . .

Back to tenders

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان