د کندهار ښاروالۍ دجواز مدیریت خبرتیا!

mohammadi_admin
خبرتيا

داچي کندهار ښاروالۍ د ښاریانو د لاسهولت په خاطر د ښاروالۍ په مرکز کي د جواز عمومي مدیریت په فعالیت پیل کړی دئ؛ نو محترم ښاریان کولای سي چي د ناحیو ترڅنګ د ښاروالۍ په مرکزي څانګه کي هم دخپل فعالیت صنفي جواز ترلاسه کړي.

یادونه: ښاریان کولای سي د جواز ترلاسه کولو لپاره دغه لارښوني په پام کي ونیسي:

اول: دجواز عمومي مدیریت یوازي تمدید جوازونه نوي کولای سي.

دوهم: که چیري ستاسو جواز باقي وي، نو تاسي حتماً خپل دجواز باقیات تحویل کړي.

دریم: که چیري تاسو د ښاروالۍ او یا ناحیو له طریقه غواړي جواز ترلاسه کړي؛ نو تاسو به له ځان سره یوه عریضه، دوه قطعې عکسونه، یوه د تذکرې کاپي او زوړ جواز ولري.

څلرم: دجواز د فعالیت نېټه دیوه مالي کال لپاره اعتبار لري.

پنځم: جواز د یوشخص له نوم څخه د بل شخص نوم ته دمالي کال په جریان کښي نسي ترسره کیدلی.

شپږم: که چیري د یوشخص د سوداګرۍ ځای معلوم نه وي، نو نوموړی شخص ته په هیڅ صورت سره جواز نه ورکول کیږي.

اووم: هرکسب کار دجواز د لایحې سره سم خپل مبلغ تادیه کولای سي.

اتم: که چیري یو شخص خپل سوداګري د یوې ناحیې څخه بلي ناحیې ته انتقالوي په دې صورت کښي به نوموړی شخص خپلي ناحیې ته خبر ورکوي.

نهم: جواز درلودونکی مکلف دی، چي خپل د دوکان په داخل کي اویا دسوداګرۍ ساحې په داسي ځای نصب کړي، چي و خلګو ته دلیدلو وړ وي.

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ له خوا د ۱۴۰۳ مالي کال د تخنیکي شرطپاڼي مطابق د خپل تدارکاتي پلان او عادي بودیجې پر اساس د ترانسپورټ مدیریت اړوند مختلف النوع و سایطو لپاره د ټېرونو او بېټریو د خریدارۍ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ له خوا د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي او تدراکاتي پلان په اساس د کندهار ښار په مختلفو ناحیو کښي د سړکانو پینه کارۍ پروژې قرارداد د ګټونکي ماکو افغان ساختماني شرکت سره د رسمي . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ دجواز مدیریت خبرتیا!