دکندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د اولي ناحیې مربوط د احمد شاه بابا مقبرې لوېدیځ طرف ته د وسایطو پارکینګ غواړي چي د ازادي داوطلبۍ د لاري د ترتیب سوي شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د اجارې له مخي د یوه کال لپاره په قرارداد ورکړي،ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبي کښي ګډون وکړي،خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۰کال د دلوي د میاشتي د ۱۱نیټې څخه بیاد حوت د میاشتي تر ۳نیټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري ،شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخیستل کیږي،او داوطلبي د ۱۴۰۰کال د حوت د میاشتي پر ۵نیټه د پنج شنبې په ورځ د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي د سهار پر ۱۱بجې د تعین سوي هیئت په حضورکښي ترسره کیږي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سر ه په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹