کندهار ښاروالي هره پروژه په معیاري توګه پلې کوي

کندهار ښاروالي په ښار کي د رغنیزو پروژو په لړ کي د ښار د نهمي ناحیې اړوند په رهبر ګذر کي د دوو سړکونو چي یو سړک د ۷۸۰ متره په اوږدوالي او ۱۱ متره په بره دی او دوهم سړک چي د ۳۶۰ متره په اوږوالي او ۸ متره په بره دی او ترڅنګ یې یوه چرۍ د۱۱۰۰متره په اوږدوالي او بله چرۍ د ۱۸۰ متره په اوږدوالي د همدې سړکونو په امتداد جوړي سوي ورسره په څنګ کي درې پلچکونه چي یو پلچک ۱۰متره دی ۱،۱متر یي بر دی دوهم پلچک چي ۱۱متره اوږدوالي او ۱،۱متره بر لري او دریم پلچک ۲۳متره اوږدوالي او ۱،۱متره یي بر دی ددې سړکونو په مسیر کي جوړیږي دا چي ددې سړکونو دلومړۍ طبقې چاري اوس رواني دي وروسته به یې د دوهمي او درېیمي برخي چاري چي قیریزي ته اماده ګي ده تر سره سي تر څو په بنیادي توګه سره د یادي ساحې په اوسنۍ برخه کي بدلون راغلی وي ددې سیمي اوسېدونکي او مشران د کندهار ښاروالي د وروستیو پرمختیایي کارونو څخه راضي دي دوی له کندهار ښاروالي څخه د منني تر څنګ د خپله طرفه هم د همکاري ډاډ ورکوي
کندهارښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښاریانو د سهولت او ارامتیا لپاره په ښار کي اساسي پرمختیایي خدمات عرضه کوي هغه د ښاروالي په پلانونو کي د خلګو همکاري مهمه بولي