د دوهمي او دریمي ناحیو خلګو ته حساب ور کړل سو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۱:۴۲
Kandahar Municipality
د کندهار ښاروالي د غونډو په تالار کي پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه هاشمي هم حاضر وو د دوهمي ناحیې او درېیمي ناحیې خلګو ته د کندهار ښاروالي د شفافیت او حساب ور کولو مدیر سید محمد ګل اغا د تیري یوې میاشتي د عوایدو، مصارفو، سرسبزۍ او تنظیف چارو په اړه حساب ورکړ.
د ښاري حکومتولي رئیس عبدالواحد شاه هاشمي د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د شفافیت پر ارزښت، د ښاري حکومتولۍ پر پیاوړتیا د خلګو او ښاروالي تر منځ د شفافیت او حساب ورکولو پر ګټو او نورو مهمو برخو باندي خبري وکړې د ښاغلي هاشمي په خبره د دې ډول غونډو څخه یې هدف د ښاریانو د ستونزو، مشکلاتو، وړاندیزونو او پیشنهادونو اورېدل او ورته حل لاره پیدا کول دي د خلګو او ښاروالي تر منځ قوي همږغي او د خلګو راګډول په ښاري تصامیمو کي دي، وروسته د شفافیت او حساب ورکولو مدیر سید محمد ګل اغا وویل په تېره یوه میاشت کي د دوهمي ناحیې څخه د کورونو د صفایي له درکه ۱۰۷۸۸۶ افغانۍ او د دُکانونو د صفایي محصول له درکه ۲۹۴۴۷۳ افغانۍ چي جمله ۴۰۲۳۵۹ افغانۍ کیږي د کندهار ښاروالي بانګي حساب ته تحویل سوي دي. ددې تر څنګ آغا صاحب وویل د درېیمي ناحیې د کورونو د صفایي محصول له درکه ۲۲۶۰۴۴ افغانۍ او د دکانونو د صفایي محصول له درکه ۲۵۹۸۰۳ افغانۍ چي جمله مبلغ ۴۸۵۸۴۷ افغانۍ کیږي د درېیمي ناحیې څخه د یوې میاشتي په جریان کي د کندهار ښاروالي بانګي حساب ته تحویل سوي دي.Kandahar Municipality
د دې تر څنګ د کندهار ښاروالي د شفافیت او حساب ورکولو مدیر د دوهمي ناحیې او درېیمي ناحیې له قومي مشرانو، دګذر وکیلانو او اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چي خپل د صفایي ټکسونه د روان مالي کال په جریان کي تحویل کړي تر څو د ښاري خدماتو له ځنډ سره مخ نسي او د بلي خوا د ناحیو د عوایدو کسر له منځه تللی وي، د ښاغلي اغا صاحب په خبره اوس دوهمه او درېیمه ناحیه د عوایدو له درکه کسر لري چي دده په وینا باید ژر تر ژره دا کسر له منځه ولاړ سي ځکه دده په خبره ښاروالي یوه تصدي ده او خپلي ټولي اړتیا وي د ښاریانو له عوایدو پوره کوي.
د غونډي په وروستۍ برخه کي د ګډونوالو سوالونو ته هم جوابونه وویل او د قران پاک په ایاتونو سره یاده غونډه پای ته ورسېدل.
 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د دوهمي او دریمي ناحیو خلګو ته حساب ور کړل سو