د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط دنظم خاص په داخل کښي د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره دازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي. هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبي کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۰کال دحمل د میاشتي د (۴)نېټې څخه بیا دهمدې میاشتي تر (۱۷)نیټې پوري د ښاروالۍ مقام د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخستل کیږي او داوطلبي د حمل د میاشتی پر (۱۹)نیټه دپنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۱بجې د تعین سوی هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي صورت نیسي .
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسئ.