د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

mohammadi_admin
د ګذرونو انتخاباتو خبرتيا

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا

کندهار ښاروالۍ د څوارلسمي ناحیي اړوند (2) ګذر او د پنځمي ناحیي (7) ګذر متنفذینو، علماوو، مشرانو، ځوانانو او اوسېدونکو ته خبر ورکول کیږي، چي د خپلو ناحیو اړوند د پورته ذکر سوو خالي ګذرونو له پاره د شرایطو په نظر کي نیولو سره 1401/10/20 څخه تر 1401/10/26 نیټي پوري خپل ځانونه نوماند کړئ.

د ګذر وکیل د کاندېدو شرایط:

1. د افغانستان تابعیت ولري.

2. عمر ئې له ۲۵ کلنی څخه پورته وي.

3. د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد باید ولري (( او یا هم د هغه معادل د اسلامي علومو سند وي.))

4. د دروو کلونو له پاره په اړونده ګذر کي استوګنه ولري.

5. په اړونده ګذر کي غیري منقول ملکیت ولري.

6. د نیک شهرت لرونکی او د عدلي او قضائې ارګانو لخوا تر تعقیب لاندي نه وي.

7. د بشپړي جسمي او روحي روغتیا درلودونکی وي.

لاندي کسان نه سي کولای د ګذر د وکالت له پاره ځان کاندید کړي:

1. په هغه صورت کي چي د دولت رسمي کارمند وي

2. هغه شخص چي د خلګو د نارضایتۍ په وجه د ګذر دوکالت څخه عزل کړل سوي وي

3. په هغه صورت کي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي

4. په هغه صورت کي چي د محکمي له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوی وي

#یادونه: د ثبت نام په وخت باید تعلیمي اصلي اسناد، اصلي تذکره او د کور د صفائې کتابچه د ځان سره ولرئ.

#د ثبت نام ځای: کندهار ښاروالۍ، د ښاري حکومتولۍ ریاست، د ګذرونو د تنظیم او همږغۍ مدیریت.

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!