د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

ناپیژنده (not verified)
د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ غواړي چي د ۱۴۰۰مالي د خپل انکشافي او تدارکاتي پلانونو پر اساس د کندهار ښار د یخ کاریزاو کرز د دوراهي څخه بیا د کرز تر پُله پوري شرق طرف ته د (۴۰)متره په عرض د سړک د جوړولو د تخنیکي سروې پراساس پروژه عملي کړي ټول هغه شرکتونه چي د دې قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولري کولای سي خپل غوښتنلیکونه د۱۴۰۰کال د حمل د میاشتي د (۱۸) نېټې څخه بیا د ثور د میاشتی تر (۱)نېټې د چهار شنبې تر ورځي پوري د کندهار ښاروالۍ دتهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري تضمین رسمأ تحویل او بعدأ د افر فورمه او تخنیکي اسناد دمسؤل کس څخه تر لاسه کړي داوطلبي د ثور د میاشتي پر (۴)نېټه دشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې دتعین سوي هئیت په حضور کښي ترسره کیږی .

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سر ه په لاندي شمیره اړیکه ونیسئ.

۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!