د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت خبرتیا!

mohammadi_admin
خبرتیا

داچي په کندهار ښارکښي د ښاروالۍ د تثبیت سووځایونو پرته پر دیوالونو، پایو او دبرق پرخادو باندي لوحې ځړول سوي دي اوپر دیوالونو او ډبرو باندي اعلانونه لیکل سوي دي؛ نو لهذا ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کیږي، چي د درو ورځو په جریان کښي خپل اعلانونه لیري کړي دنه لیري کولو په صورت کښي دکندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا لوحې او لیکل سوي اعلانونه له منځه وړل کیږي.

دکمپاین څخه وروسته که چیري دوهم ځل داسي اعلانونه ولیدل سي قضايي او امنیتي ارګانونو ته معرفي کیږي، بیاحق دشکایت نه لري.

دمعلوماتو شمېره: ۰۷۰۴۲۸۷۹۶۰

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت خبرتیا!