د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

mohammadi_admin
اعلان داوطلبي

د کندهار ښاروالۍ غواړي چي د ۱۴۰۱کال دانکشافي بودجې او تدارکاتي پلان پر اساس د کندهار ښار به بیلابیلو ناحیو کښي د کوڅود کانګریټ کولو،پلچکانو،چریو او سلبونو د جوړولو پروژه عملي کړي ټول هغه شرکتونه چي ددې قرارداد دسرته رسولو وړتیا ولري او په شرایطو برابروي کولائ سي چي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۱کال د دلوي دمیاشتي د ۸نیټې څخه بیا دهمدې میاشتي تر ۲۰نیټې د پنج شنبې تر ورځي پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري د یادي پروژې دافر تضمین تحویل او بعدأ دي تخنیکي اسناد او دافر فورمې دي دمسؤل کس څخه تر لاسه کړي او داوطلبي دجاري کال ددلوي دمیاشتي پر ۲۳نیټه د یکشنبې په ورځ د سهار پر ۱۰بجې د تعین سوي هیئت به حضور کښي په تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت کښي صورت نیسي.

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.

۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷

۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!