د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب د تنظیف مدیرانو سره د ښار پاکوالي په اړه مجلس ترسره کړ!

چهار شنبه ۳ / ۲ / ۱۴۰۴ ه ش کال
د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب په خپل کاري دفتر کي د ښاروالۍ تنظیف مدیرانو سره د ښار پاکوالي او نورو تنظیفاتي چارو په اړه مهم مجلس ترسره کړئ.
په دې مجلس کي د کثافاتو د منظم انتقال، د ښار پاکوالئ او د تنظیف چارو د لا ښه تنظیم په اړه خبري او لازمي لارښووني وسوې.
ښاروال صاحب ټولو مدیرانو ته لازمي سپارښتني وکړې او ټینګار ئې وکړ چي د دوبي موسم را روان دی، نو باید ټولي تنظیفاتي چاري مخکي له مخکي په چټک، منظم او دوامدار ډول ترسره سي. همدارنګه ئې زیاته کړه، چي باید د ښار په ټولو ناحیو کي د چرۍ پاکولو او کثافاتو انتقالولو ته جدي پاملرنه وسي، ترڅو ښار پاک، صحي او منظم پاته سي.
ښاغلي روحاني صاحب دا هم زیاته کړه چي د ښار د پاکۍ په برخه کي او د کثافاتو د انتقال لپاره دي د تنظیف موټران منظم فعالیت وکړي او په اړوندو برخو کي دي ځانګړي اشرونه هم ترسره سي.
د مجلس په پای کي ښاروال صاحب له ټولو تنظیف مدیرانو وغوښتل چي په هغو سیمو کي چي د چرۍ سرونه خلاصي دي باید ژر تر ژره د سلبونو په واسطه پټ سي ترڅو دروغتیايي او نورو ستونزو مخنیوئ وسي.