د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کښي د ٧ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۲۲
بيا رغونه

کندهار ښاروالۍ د يونپس (UNOPS) مٶسيسې په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۸ ګذر کښي د ۷ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل کړي.

د دغه پروژې د افتتاح په مراسمو کښي د کندهار ښاروالۍ تخنیکي او سکتوري رئیس مولوي نور الباقي خادم، ګڼو نورو مسٶلينو او عامو خلګو ګډون کړئ وو.

د کندهار ښاروالۍ تخنیکي او سکټوري رئیس مولوي نورالباقي خادم د یادي پروژې په اړه د بشپړ معلوماتو وړاندي کولو ترڅنګ یادونه وکړه، چي د کندهار ښاروالۍ پلان دادی، چي بنیادي کارونه ترسره کړي، نوموړي له ټولو راغلو محلي ولسونو څخه غوښتنه وکړه، چي د دغو کوڅو د جوړېدو وروسته ئې پوره حفاظت وکړي او په وروستیو کښي ئې د یونپس نړیوالي ادارې څخه هم مننه وکړه، چي د کندهار ښاروالۍ تر نظارت لاندي همداسي بنسټیزي پروژې تطبیق کوي او د لنډ مهاله کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو لپاره ئې ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.

بيا رغونه

یاده پروژه چي نن رسماً افتتاح سوه تقريباً د ۸۶۴  مترو په اندازه کوڅې چي ساحو ته په کتو د مختلفو عرضونو درلودونکي دي په اساسي توګه جوړیږي.

په دغه پروژه کښي (۱۱۰) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده، چي ۱۳ کسان په مسلکي توګه او ٩٧ کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.

د یادوني وړ ده، چي دا پروژه به د دوه نیمو میاشتو په موده کښي بشپړه او ګټي اخیستني ته به وسپارل سي.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کښي د ٧ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!