متوازن انکشاف بنسټیزي بیارغوني ته زمینه برابروي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۱۲:۵
Kandahar Municipality
کندهار ښاروالي د ښار د نهمي ناحیې اړوند په ۹ ګذر(کوتل) کي د ۴۳۰ متره اسفالټ سړک د ۸ متره په عرض باندی او ۱۵متره چرۍ او تر څنګ یې د همدې پروژې په دوام یو بل سړک چي ۲۰۵ متره سړک دی او ۱۳،۵عرض لري او یو پُل د ۱۸.۸۰ متره په طول ۱۴.۳۰متره په عرض او ۱.۵ متره په ارتفاع اساسي جوړوي.
تر څو د ښار د نورو برخو تر څنګ په همدې سېمه کي هم ښاریان د اساسي او بنسټیزو خدماتو څخه برخمن سي.
کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښار بنسټيزي او پراختیایي برخي ته زیات متوجع دی تر څو د کندهار ښار په جوړوالي او پرمختګ کي معیاري بدلون راغلی وي.
کندهار ښاروال له ښاریانو څخه غوښتنه لري چي د ښاروالي روانو پروژو او معیاري خدماتو په چټکولو سره خپل صفایي ټکسونه او باقیات تحویل کړي دا ځکه ښاروالي یوه تصدي ده او خپل ټول امکانات د ښاریانو له عوایدو څخه پوره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

متوازن انکشاف بنسټیزي بیارغوني ته زمینه برابروي