په ښار کښي د زرغون چاپيريال د ساتني هڅي جريان لري!

web_admin
د سرسبزۍ فعالېتونه

کندهار ښاروالي د خپلو پرمختیايي فعالېتونو ترڅنګ تل هڅه کوي، چي د ښار په بېلا بیلو ساحو کي د ښار د ښکلا ترڅنګ، د هوا د ککړتیا او مختلفو ساري ناروغیو د مخنیوي په خاطر زرغون چاپیریال هم رامنځته کړي.

د کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ عمومي مديريت له لوري نن د دوهمي ناحیې اړوند په بېلابیلو برخو کي د سرسبزۍ د ساتني او پالني په موخه د مختلفو نهالانو، ناجوګانو، چمنونو او عمومي ګلدانونو د اوبولو او روزلو چاري په منظم ډول ترسره سوې.

درنو هیوادوالو!

کندهار ښاروالي د ښاري نظم د ټینګښت او د زرغونو ساحو د پراختیا په موخه خپلي هڅي رواني ساتي، ترڅو ښاري ښکلا رامنځته او د ټولو ښاریانو لپاره د هوسایني زمینه برابره سي؛ نو هیله ده، چي د ښار ښکلا او سمسورتیا په برخه کي له کندهار ښاروالۍ سره همکاري وکړئ.

نوي اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۸
Background image

دکندهار ښاروالي خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۳ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي دسردار مدد خان څلور لاري څخه تر شهیدانو څلور لاري پوري او له شهیدانو څلور لاري څخه بیا تر باغ پل پوري د AC . . .

Back to announcements

په ښار کښي د زرغون چاپيريال د ساتني هڅي جريان لري!