کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د جميل مېني مخته سړک ۸۰ فيصده کارونه مخته تللي دي!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۹:۷
بيارغونه

کندهار ښاروالۍ يوه نيمه مياشت مخکي د ښار په شپږمه ناحيه، اول ګذر کي د جميل مېني مخته سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

دغه سړک چي تقريبا ۳۵۰ متره اوږدوالی، ۷ متره بردوالی او په څنګ کي ۶۰۰ متره چرۍ لري په اساسي ډول يې د رغولو چاري راپيل سوي دي.

د ياد سړک تر دې مهاله ۸۰ فيصده کارونه مخته تللي دي او پاته کارونه به د ۱۵ ورځو په موده کي بشپړ سي.

په ياده پروژه کي هره ورځ ۸۵ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۹ کسان په مسلکي ډول او ۷۶ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د همدې سړک په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د جميل مېني مخته سړک ۸۰ فيصده کارونه مخته تللي دي!