د کندهار ښاروالۍ انکشافي کارونه په چټکۍ سره جريان لري!
شنبه ٢٠ / ٣ / ١٤٠٢ ه ش کال.
کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کښي د اځل د کندهار ښار په دوهمه ناحيه، اول ګذر کښي د متين روغتون شرق طرف ته کوڅه په اساسي ډول ورغول.
دغه کوڅه چي ١٣٥ متره اوږدوالى او ٧ متره برد والى لري د کندهار ښاروالۍ په انکشافي بودجه سره ورغول سوه او د ذکر سوي سيمي د اوسېدونکو پرمخ د ګټي اخيستني لپاره پرانيستل سوه.
د يادي سيمي خلګو هم د کندهار ښاروالۍ څخه مننه وکړل چي د دوئ مشکل ته په کتلو سره يي ياده کوڅه کانګرېټ کړل او ددې سيمي خلګ يې له دې عصري سهولت څخه برخمن کړل.
