کندهار ښاروالۍ په اوله ناحيه، څلرم ګذر کي د وچ مانده د سنګ کاري کولو چاري بشپړي کړې!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
بیا رغونه .

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي، د ښار د اولي ناحیې اړوند په څلرم ګذر کي د وچ مانده دسنګ کارۍ چاري په اساسي او معیاري ډول پيل کړي وې، چي دا چاري د ۳ میاشتو په موده کي بشپړي سوې.

یاد مانده شاوخوا ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۴ متر پلنوالی او ۳،۵ متره جګوالي لري، چي د اضافي اوبو دمنظم تېریدو لپاره جوړ سوی دی. ددې مانده به جوړېدو سره به د سیلابونو، بدبويي او نورو احتمالي پيښو خطرونه راکم سي او د سیمي خلګ به له ګڼو ستونزو څخه خوندي پاته سي.

په دې انکشافي پروژه کي هره ورځ ۹۰ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې وه.

د سیمي خلګو ددې رغنیزي پروژې له بشپړېدو وروسته خوښي وښوده او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

کندهار ښاروالۍ په اوله ناحيه، څلرم ګذر کي د وچ مانده د سنګ کاري کولو چاري بشپړي کړې!

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي، د ښار د اولي ناحیې اړوند په څلرم ګذر کي د وچ مانده دسنګ کارۍ چاري په اساسي او معیاري ډول پيل کړي وې، چي دا چاري د ۳ میاشتو په موده کي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د کندهار ښار په اوله ناحيه، دریم ګذر کي د پیاده رو د جوړوني چاري ۷۰ سلنه بشپړي سوي دي

کندهار ښاروالۍ دخپلو پراخو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اولي ناحیې، دریم ګذر اړوند د کابل شاه په سیمه کي د سړک دواړو خواوو ته د یو پیاده رو د رغولو چاري پیل کړي دي.

یاد پیاده رو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د زرغون کندهار او باستان هرات ښاروالیو ترمنځ د دوو اړخیزو همکاریو د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو په موخه غونډه جوړه سوه!

د کندهار ښاروالۍ دغونډو په تالار کي پرون يک شنبه دهرات او کندهار ښاروالیو ترمنځ د ښاري اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هوکړه لیک د لاسلیک کولو په موخه غونډه جوړه سوه. په دې غونډه کي دکندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په اوله ناحيه، څلرم ګذر کي د وچ مانده د سنګ کاري کولو چاري بشپړي کړې!