د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

zroohi_admin
اعلان

 

د کندهار ښاروالۍ د دریمي ناحیې اړوند (7)  ګذر د پنځمي ناحیې اړوند (8)  ګذر د اوومي ناحیې اړوند (10,11) ګذرونه, د نهمي ناحیې اړوند (4,7,8,9) ګذرونه, د یوولسمي ناحیې اړوند (3,5) ګذرونه, د دوولسمي ناحیې اړوند (6) ګذر او د دریالسمي ناحيې اړوند (9) ګذر متنفذینو، علماوو، مشرانو، ځوانانو او اوسېدونکو ته خبر ورکول کیږي، چي د خپلو ناحیو اړوند د پورته ذکر سوو خالي ګذرونو له پاره د شرایطو په نظر کي نیولو سره 1401/12/2 څخه تر 1401/12/7 نیټي پوري خپل ځانونه نوماند کړي.

د ګذر وکیل د کاندېدو شرایط:

  1. د افغانستان تابعیت ولري.
  2. عمر ئې له ۲۵ کلنۍ څخه پورته وي.
  3. د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد باید ولري (( او یا هم د هغه معادل د اسلامي علومو سند وي.))
  4. د درو کلونو له پاره په اړونده ګذر کي استوګنه ولري.
  5. په اړونده ګذر کي غیري منقول ملکیت ولري.
  6. د نیک شهرت لرونکئ او د عدلي او قضائي ارګانو لخوا تر تعقیب لاندي نه وي.
  7. د بشپړي جسمي او روحي روغتیا درلودونکئ وي.

لاندي کسان نه سي کولائ د ګذر د وکالت له پاره ځان کاندید کړي:

  1. په هغه صورت کي چي د دولت رسمي کارمند وي.
  2. هغه شخص چي د خلګو د نارضایتۍ په وجه د ګذر دوکالت څخه عزل کړل سوئ وي.
  3. په هغه صورت کي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي.
  4. په هغه صورت کي چي د محکمې له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوئ وي.

یادونه: د ثبت نام په وخت کي باید تعلیمي اصلي اسناد، اصلي تذکره او د کور د صفائې کتابچه د ځان سره ولري.

د ثبت نام ځای: کندهار ښاروالۍ، د ښاري حکومتولۍ ریاست، د ګذرونو د تنظیم او همږغۍ مدیریت.

 

 

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۷
Background image

اطلاعیه شاروالی کندهار

ارائه خدمات در تمام ساحات شهر از سوی شاروالی کندهار جریان دارد

همشهریان عزیز! در ساحات که آسیب پذیر در جریان باران های شدید با تهدید مواجه میشود لطف نموده به شماره های فوق در تماس شده . . .

بازگشت به اطلاعیه ها