کندهار ښاروالۍ په نوښت د کندهار ښاروالۍ د ولسوالیو ښاروالیو ته د ظرفیت لوړوني پروګرام جوړ سو!

mohammadi_admin
Sat, May 06 2023 11:32 AM
ولسواليو ښاروالۍ

د کندهار ښاروالۍ مرستیال م فتي قدرت الله الوصال، د ښاري حکتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب او سکټوري او تخنیکي امر حسن الله اجواد نن هغه غونډه کښي ګډون وکړ کوم چي د ښاري حکومتولۍ ریاست لخوا د ولسوالیو ښاروالیو مامورینو ته د ظرفیت سازۍ په مورد جوړه سوې وه. غونډي ته لومړۍ وینا مرستیال ښاروال ښاغلي الوصال وکړه، هغه وویل لومړی ښه راغلاست درته وایم خدای مو راوله پخیر راسئ، د کندهار ښاروالۍ لخوا د دغه سي پروګرامونو څخه هدف دادی ، چي د بشر ژوندانه ته لابهتره ښاري اسانتیاوي برابري سي، د مامورینو ظرفیت لوړ سي او په اخلاص سره مامورین وکولائ سي د دغه سي هر اړخیزه پروګرامونو څخه په ښه تجربه موثره خدمت وکړي، ښاغلي الوصال وویل: د ښاروالیو د نظم سمووني لپاره د ښاري اصولو د پېژندني لپاره، او د چارو د بقا او پیاوړتیا لپاره دغه سي پروګرامونه له ښه مرغه ښه پایلي لري، مرستیال ښاروال وویل:

ولسوالي ښاروالۍ

د خدای ج شکر باید اداء کړو چي د خدمت موقع یي راکړې او باید په پوره صداقت او امانت سره د هري دغه سي ښې موقع اعظیمي استفاده وکړو، وروسته د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب خبري وکړې هغه وویل: دننني مجلس ټول ګډونوال ددې پروګرامه تجربه حاصله کړي، اساسي زده کړه وکړئ، ترڅو ښه ښاري خدمات اړوندو ولسوالیو برابر سوي وي، وروسته د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ په استازیتوب موسی جان ذاهد په مسلکي او اساسي توګه سره د مامورینو د ملکي خدمتونو دکار قانون مرحلې، اداري مراسلاتو، دفتردارۍ او نورو برخو پریزینټېشن ارائیه کړ، مسلکي او مهم اداري فکټورونه یې تشریح کړه او د مامورینو د لامعلوماتو حاصلولو لپاره یې ارزیابۍ پروسه هم واضیح تشریح کړه، وروسته سکټوري او تخنیکي امر حسن الله اجواد د ساختمان د اعمار تګلاره، قانوني مرحله او نورو تخنیکي برخو کښي مسلکي معلومات له ګډونوالو سره شریک کړه، وروسته د هر اړخیزه ازاد بحث د لاري د ښاروالیو د مامورینو اړوندو پوښتنو ته جوابونه وویل سول.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په نوښت د کندهار ښاروالۍ د ولسوالیو ښاروالیو ته د ظرفیت لوړوني پروګرام جوړ سو!