د کندهار ښاروالۍ د ښار په مختلفو ناحيو کښي( ۱۴،۱۳،۱۲،۹،۶،۴،۲،۱) د پلچکانو، کوڅو، چريو، او سلبونو د جوړولو پروژه افتتاح کړه!

zroohi_admin
Sat, May 20 2023 12:17 PM
افتتاح مراسيم

ياده افتتاح چي د ۳۱ / ۲ / ۱۴۰۲ ه ش کال د شنبې په ورځ په اوله ناحيه، دريم ګذر کښي د ( ۷۰۰ ) متره په اندازه د کوڅې د کانګريټ کولو، چريو او سلبونو د جوړولو په مراسمو کښي وسوه.

په نوموړي مراسمو کښي د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په شمول، مرستيال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، د ښاري حکومتولۍ رئيس حاجي تحويلدار صاحب، د دې پروژې تخنيکي ټيم، د اولي ناحيې آمر او نورو اړوند مسؤلينو ګډون کړئ وو.

نوموړی پروګرام د قران کريم په څو مبارکو اياتونو سره راپيل سو، ورپسې د ستکوري رياست په استازي توب انجينر محمد نبي صاحب خبري وکړې او زياته يې کړل چي نوموړې پروژه د کندهار ښاروالۍ له لوري د   ۱۴۰۲مالي کال د انکشافي پلان او پرمختیایي بودجې په اساس مخته ځي . په دې پروژه باندي مبلغ: / ــ ۴۷۶، ۸۳۶، ۱۲ ــ افغانۍ لګښت راځي چي د ښاروالۍ له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي .

په نوموړې پروژه کښي د ورځي ( ۵۰ ) نفره فني او ( ۱۲۰ ) نفره په غيري فني ډول سره کار کوي.

ورپسې د اولي ناحيې د وکيلانو په استازي توب کريم بري صاحب خبري وکړې او د کندهار ښار وال حسن حاجي صاحب او ټول تخنيکي ټيم څخه يې مننه وکړل چي زموږ مشکلاتو ته په کتلو سره يې د دې کوڅې د پخولو چاري عملاً راپيل کړې.

همدارنګه کندهار ښار وال حسن حاجي صاحب د دې سيمي و اوسېدونکو ته مبارکي وويل، او زياته يې کړل چي د کندهار ښار ټول اولسونه چي هغه د هري طبقې وي دوی ته يوشان دي او ټول خدمات به په يوه اندازه د ښار په ټولو ناحيو کښي مخته ځي، همدارنګه يې د ټولو ښاريانو څخه او بلخصوص د اولي ناحيې د دريم ګذر د اوسېدونکو څخه يې غوښتنه وکړل چي د کندهار ښاروالۍ سره په همکارۍ بايد تاسو خپل د صفايي ټکسونه تحويل کړئ همدا ستاسو څخه را ټول سوي عوايد دي چي بيرته په همدغه ښار کښي مصرفيږي چي ښه مثال يې همدغه ستاسو د کوڅې پخول دي.

د ښاروال صاحب تر وينا وروسته د دې سيمي مشرانو او ځوانانو د کندهار ښاروالۍ څخه ډيره خوښي وښودل او زياته يې کړل چي نن ورځ زموږ د سيمي لپاره ډېره د خوشحالۍ ورځ ده چي له یوه بل مهم او عصري سهولت څخه برخمن کیږي او ټولو ژمنه وکړل چي د کندهار ښاروالۍ سره هر ډول همکارۍ ته اماده يو.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS