د کندهار ښاروالۍ د ښار په مختلفو ناحيو کښي( ۱۴،۱۳،۱۲،۹،۶،۴،۲،۱) د پلچکانو، کوڅو، چريو، او سلبونو د جوړولو پروژه افتتاح کړه!
ياده افتتاح چي د ۳۱ / ۲ / ۱۴۰۲ ه ش کال د شنبې په ورځ په اوله ناحيه، دريم ګذر کښي د ( ۷۰۰ ) متره په اندازه د کوڅې د کانګريټ کولو، چريو او سلبونو د جوړولو په مراسمو کښي وسوه.
په نوموړي مراسمو کښي د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په شمول، مرستيال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، د ښاري حکومتولۍ رئيس حاجي تحويلدار صاحب، د دې پروژې تخنيکي ټيم، د اولي ناحيې آمر او نورو اړوند مسؤلينو ګډون کړئ وو.
نوموړی پروګرام د قران کريم په څو مبارکو اياتونو سره راپيل سو، ورپسې د ستکوري رياست په استازي توب انجينر محمد نبي صاحب خبري وکړې او زياته يې کړل چي نوموړې پروژه د کندهار ښاروالۍ له لوري د ۱۴۰۲مالي کال د انکشافي پلان او پرمختیایي بودجې په اساس مخته ځي . په دې پروژه باندي مبلغ: / ــ ۴۷۶، ۸۳۶، ۱۲ ــ افغانۍ لګښت راځي چي د ښاروالۍ له پرمختیایي بودجې څخه ورکول کیږي .
په نوموړې پروژه کښي د ورځي ( ۵۰ ) نفره فني او ( ۱۲۰ ) نفره په غيري فني ډول سره کار کوي.
ورپسې د اولي ناحيې د وکيلانو په استازي توب کريم بري صاحب خبري وکړې او د کندهار ښار وال حسن حاجي صاحب او ټول تخنيکي ټيم څخه يې مننه وکړل چي زموږ مشکلاتو ته په کتلو سره يې د دې کوڅې د پخولو چاري عملاً راپيل کړې.
همدارنګه کندهار ښار وال حسن حاجي صاحب د دې سيمي و اوسېدونکو ته مبارکي وويل، او زياته يې کړل چي د کندهار ښار ټول اولسونه چي هغه د هري طبقې وي دوی ته يوشان دي او ټول خدمات به په يوه اندازه د ښار په ټولو ناحيو کښي مخته ځي، همدارنګه يې د ټولو ښاريانو څخه او بلخصوص د اولي ناحيې د دريم ګذر د اوسېدونکو څخه يې غوښتنه وکړل چي د کندهار ښاروالۍ سره په همکارۍ بايد تاسو خپل د صفايي ټکسونه تحويل کړئ همدا ستاسو څخه را ټول سوي عوايد دي چي بيرته په همدغه ښار کښي مصرفيږي چي ښه مثال يې همدغه ستاسو د کوڅې پخول دي.
د ښاروال صاحب تر وينا وروسته د دې سيمي مشرانو او ځوانانو د کندهار ښاروالۍ څخه ډيره خوښي وښودل او زياته يې کړل چي نن ورځ زموږ د سيمي لپاره ډېره د خوشحالۍ ورځ ده چي له یوه بل مهم او عصري سهولت څخه برخمن کیږي او ټولو ژمنه وکړل چي د کندهار ښاروالۍ سره هر ډول همکارۍ ته اماده يو.