د کندهار ښار په شمال ۱۲ ناحيه کښي د ميانکو بند جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سو!

web_admin
Wed, Jan 17 2024 9:36 AM
ميانکو بند

چهار شنبه ٢۷ / ١٠ / ١٤٠٢ ه ش کال

دغه بند چي د کندهار ښار په شمال ١٢ ناحيه کښي د کندهار ښاروالۍ تر نظارت لاندي د UNDP ادارې په مالي لګښت او برک مٶسيسې يې عملي چاري سرته رسولې د ( 10,3 ) ميليونه افغانۍ په لګښت جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سو.

بيا رغونه

د نوموړي بند د ګټي اخیستني په مراسمو کښي د ښاروالۍ د مسٶلينو ترڅنګ د اقتصاد رياست رئیس، د UNDP ادارې ساحوي مسٶلينو, د برک مٶسيسې مسئولینو، د ډیرو نورو ادارو مسئولینو او عامو خلکو ګډون کړئ وو.

دغه چیګ ډېم چي ۱۵۰ متره اوږدوالۍ، ۵۰ متره بردوالۍ او د ۹ متره په جګوالي سره جوړسو د ۱,۵ ميليونه متره مکعب اوبو د ذخيره کولو وړتيا لري چي ټولي رغنيزي چاري يې د ۳ مياشتو په موده کښي بشپړي سوې.

د همدې بند په جوړولو سره به د ښار د شپږو ناحیو څخه د سيلابي اوبو مخه نيول سوې وي چي تقريبا ۱۲ زره کورنۍ د سېلابونو له خطر څخه ژغوري.

د ياد بند په جوړولو سره د همدې سيمي خلګو زياته خوښي و ښودل او دغه بند يې د سيلابونو د خطر په مخنيوي کښي او هم د اوبو د سطحي په لوړولو کښي ډېر مهم او اساسي ګام ياد کړٸ.

 

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د  ويب سايټ مديريت

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په شمال ۱۲ ناحيه کښي د ميانکو بند جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سو!