کندهار ښاروالۍ په دريمه ناحيه، ۷ ګذر کښي د څلورو کوڅو د اساسي رغووني چاري راپيل کړي دي!

web_admin
Mon, Jan 22 2024 9:42 AM
بیاا رغونه

دو شنبه ۲ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي فعالېتونو په لړ کښي داځل د ښار په ۳ ناحیه، ۷ ګذر کښي د شهید کوڅې ته څيرمه د یوې عمومي کوڅې او چریو په شمول د ۳ فرعي کوڅو د کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي.

یادي کوڅې چي ۴۵۰ متره اوږدوالۍ او ۷،۵ متره بردوالۍ لري او ترڅنګ ۳۸۵ متره چرۍ اوسلبونه هم په کښي شامل دي په اساسي توګه رغول کيږي.

بیا رغونه

ددې انکشافي پروژې ټولي رغنیزي چاري یوه نیمه میاشت مخکي شروع سوي دي او پاته کارونه به ئې د څلور ورځو په موده کښي بشپړسي .

په یاده پروژه کښي هره ورځ ۲۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده، چي ۵ کسان په مسلکي توګه او ۱۵ کسان په غیري مسلکي توګه کار کوي.

د یادوني وړ ده، چي پر نوموړې پروژه باندي ۳،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلئ دی چي د کندهار ښاروالۍ د انکشافي بوديجې څخه ورکول کيږي.

د يادي پروژې په عملي کولو سره د همدې سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په دريمه ناحيه، ۷ ګذر کښي د څلورو کوڅو د اساسي رغووني چاري راپيل کړي دي!