د کندهار ښاروالي خبرتیا!

Anonymous (not verified)

د کندهار ښاروالي غواړي د ۱۳۹۹ مالي کال انکشافي ، تدارکاتي پلان پر اساس د کندهار ښار د شپږمي ناحیې مربوط د زاړه ښار په ساحه کښي نارنج ماڼۍ ته نژدې د استنادي دیوال د جوړولو پروژه عملي کړي. ټول هغه شرکتونه چي ددې قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولري کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د ۱۳۹۹ کال د میزان د میاشتي د ۱ نیټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۲۲ نیټې د سې شنبې تر ورځي پوري د ښاروالي ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري تضمین رسمآ تحویل او بعدآ د افر فورمې او شرطپاڼه د مسئول کس څخه ترلاسه کړي داوطلبي د میزان د میاشتي پر ۲۴ نیټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کښي ترسره کیږي .

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسي.

شمیره: ۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹