د کندهار ښاروالي خبرتیا!

km_admin

د کندهار ښاروالي غواړي د ۱۳۹۹ مالي کال انکشافي ، تدارکاتي پلان پر اساس د کندهار ښار د شپږمي ناحیې مربوط د زاړه ښار په ساحه کښي نارنج ماڼۍ ته نژدې د استنادي دیوال د جوړولو پروژه عملي کړي. ټول هغه شرکتونه چي ددې قرارداد د سرته رسولو وړتیا ولري کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د ۱۳۹۹ کال د میزان د میاشتي د ۱ نیټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۲۲ نیټې د سې شنبې تر ورځي پوري د ښاروالي ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري تضمین رسمآ تحویل او بعدآ د افر فورمې او شرطپاڼه د مسئول کس څخه ترلاسه کړي داوطلبي د میزان د میاشتي پر ۲۴ نیټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کښي ترسره کیږي .

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسي.

شمیره: ۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹

نوي اعلانونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۲ - ۱۶:۴۴
Background image

د کندهار ښاروالۍ مقام د خواشینۍ او ډاډګیرني پیغام!

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړ، چي د هېواد نامتو لرغونپوه، د اطلاعات او فرهنګ وزارت پخوانی معین ،سرپرست وزیر او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري له دې فاني نړۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۲۴
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالی غواړی چی د خپل انکشافی بودجې پر اساس د څلورمی ناحیې مربوط د اکثریت دوکانونو د پاته کارونو د بشپړولو پروژې قرارداد د رسمی طی مراحلو څخه وروسته د اعتماد مېزان ساختمانی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۹:۳۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالي د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت له طرفه خپلو ټولو د اجاراتو د بخش و قراردادیانو ته خبر ورکول کیږی چی د ۱۴۰۰/۳/۱۱ نېټې څخه بیا تر ۱۴۰۰/۳/۱۸ پوری د قرارداد د مواداتو . . .

Back to announcements