د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ ملکېت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کښي اول نمبر غټ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.
ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي، خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۳ مالي کال د سنبلې میاشتي له ۲۷ نېټې څخه بیا د میزان میاشتي تر ۱۸ نېټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري، شرطپاڼه کتلائ سي دا جارې له سرجمع څخه ۲۰ شل فیصده تضمین نقداً اخستل کیږي او داوطلبي ئې د جاري کال د مېزان میاشتي پر ۱۹ نېټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت کښي صورت نیسي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۴۶۴۷۶۴۱ / ۰۷۰۴۴۲۰۲۲۶