د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

Anonymous (not verified)
د کندهار ښاروالی خبرتیا

په کندهار ښار کي د ټولو دکاندارانو،مارکیټونواو منډه یانو د مالکینو د پام وړ!

داچي په ښار کي پياده رونه په عمومي توګه دخلګو دتګ او راتګ لپاره اختصاص سویدي او هیڅوک حق نلري عمومي لاري بندي د دکان اجناس چي د لاري د بندېدو باعث و ګرځي کښېږدي نو په همدې خاطر د افغانستان اسلامي امارت د زیربط مسولینو لخوا یو ګډ کمیسیون موظف سوی ترڅو هغه اشخاص چي دخلګو دتګ راتګ په لاره کښي یې خنډ جوړ کړي وي په ګوته او لاري خلاصي کړي په دې اړه کندهار ښاروالۍ ټولو ښاریانو ته د وروستي ځل لپاره خبر ورکوي چي خپلو دکانونو مخته د اجناسو دایښووني او د لارو په سر باندي یا پیاده رونو باندي د هر ډول کاروبار څخه ډه ډه وکړئ.

له دې وروسته که پر پياده رو باندي شیان یا اجناس و لیدل سول د هغه دکاندار دکان بندیږي کوم چي خپل د دکان مخ یې بند کړی وي اوپیاده رو یي نیولي وي.