د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

km_admin
د کندهار ښاروالی خبرتیا

په کندهار ښار کي د ټولو دکاندارانو،مارکیټونواو منډه یانو د مالکینو د پام وړ!

داچي په ښار کي پياده رونه په عمومي توګه دخلګو دتګ او راتګ لپاره اختصاص سویدي او هیڅوک حق نلري عمومي لاري بندي د دکان اجناس چي د لاري د بندېدو باعث و ګرځي کښېږدي نو په همدې خاطر د افغانستان اسلامي امارت د زیربط مسولینو لخوا یو ګډ کمیسیون موظف سوی ترڅو هغه اشخاص چي دخلګو دتګ راتګ په لاره کښي یې خنډ جوړ کړي وي په ګوته او لاري خلاصي کړي په دې اړه کندهار ښاروالۍ ټولو ښاریانو ته د وروستي ځل لپاره خبر ورکوي چي خپلو دکانونو مخته د اجناسو دایښووني او د لارو په سر باندي یا پیاده رونو باندي د هر ډول کاروبار څخه ډه ډه وکړئ.

له دې وروسته که پر پياده رو باندي شیان یا اجناس و لیدل سول د هغه دکاندار دکان بندیږي کوم چي خپل د دکان مخ یې بند کړی وي اوپیاده رو یي نیولي وي.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهارښاروالي خپل ملکیت ټول دکانونه او بالاخانو چي موقیعتونه چي په لاندي ډول دي.

۱:ـ څوارلسمه ناحیه د عیدګاه جادې شمال طرف ته دکانونه.

۲:ـ څوارلسمي ناحیې اړوند د حضرت جی بابا شمالي او . . .

شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۰ - ۱۳:۴۳
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

لکه سنګه چي ګران ښاریان په جریان کي دي چي کندهار ښاروالي د نهمي ناحیې اړوند د روزګان او شمالي ولسوالیو هډه کي د روزګان ولایت او شاولي کوټ ولسوالۍ لپاره د موټرانو د تم ځای لپاره مجهز ځای . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۹ - ۱۱:۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

دا چي د نن څخه کلنو مخکي د افغانستان غیرتي او مجاهدي خاوري ته د نړیوالي ټولني ځبرځواک امریکا راغلل او د افغانستان جنتي خاوره یې اشغال کړه، په میلینونو شهیدان او زخمیان زموږ دا وسوه، . . .

Back to announcements