د ښار د زرغونوالي او سرسبزۍ په موخه اوومه ناحیه کښي نیالګي کښېنول سول.
د کندهار ښار د اوومي ناحیې ولسي مشرانو،ګذرونو وکیلانو او ځوانانو د ناحیې دامریت سره ۲۵۰۰نیالګي همکاري وکړه او ترڅنګ یې ۵۰۰ نیالګي د اوومي ناحیې په اړوندو برخو کښي کښېنول د نیالګیو کښېنولو په برخه کي د اوومي ناحیې ولسي مشرانو وویل هر ښاري باید یو یو نهال د ځان او یو هم د ګران هیواد لپاره زرغون کړئ ترڅو په سرسبزه او زرغون ښار سره مو ښه نماینده ګي سوې وي.