کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.
کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د يوې کوڅې د کانګریټ کولو چاري تازه راپیل سوي دي او د پاته (۵) کوڅو دکانګریټ اچووني کارونه به ئې هم ډېر ژر راپيل سي.
یادي کوڅې په ټولیزه توګه (۶۸۵) متره اوږدوالي او ۷ متره بردوالی لري، چي په اساسي ډول سره جوړیږي.
په دې ستره او رغنیزه پروژه کي اوس مهال (۱۱۶) کسانو ته د کارکولو زمینه برابره سوې ده، چي (۱۶) کسان په مسلکي توګه او (۱۰۰) کسان په غیر مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
د یادوني وړ ده، چي د همدغو کوڅو ټولي رغنیزي چاري به یوه نیمه میاشت کي پای ته ورسیږي او د تګ او راتګ لپاره به ګټي اخستني ته وسپارل سي.
دهمدغو کوڅو په رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت