د کندهارښاروالۍ اداري مجلس جوړ سو.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۷ - ۱۱:۱
د کندهارښاروالۍ اداري مجلس جوړ سو.

اداري مجلس چی دکندهار ښاروالۍ د مرستیال قاري مسافر ترمشرۍ لاندی جوړ سو پر مهال یي د ښاروالۍ اړوندو ریاستونو،امریتونواومدیریتونو مسؤلینو ګډون کړي وو.

اداري مجلس پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وکړې .

د ښاري نظم په اړه خبري وسوې او د ښه کولو په اړوند لازم تصامیم ونیول سول.

د عوایدو راپور واورېدل سو او د بودجې پیشبیني په اړوند مفصلي خبري او فیصلې وسولې .

د دکانونو د کرایو د تصفیې په اړه خبري وسوې.

د اړوندو قراردادونو په اړه خبري او فیصلې وسوې.

په ناحیو کښي د ګذرونو د وکیلانو پر طرزالعمل او نورو مهمو ښاري موضوعاتو خبري اوفیصلې وسوې.

وروسته د کندهار ښاروالۍ مرستیال قاري مسافر دچارو د لا شفافیت په اړوند لازم هدایتونه وفرمایل اداري غونډه غرمه مهال ددعاپه ویلوسره پای ته ورسېدل.

د کندهارښاروالۍ اداري مجلس جوړ سو. د کندهارښاروالۍ اداري مجلس جوړ سو.
د کندهارښاروالۍ اداري مجلس جوړ سو. د کندهارښاروالۍ اداري مجلس جوړ سو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو. . .

BACK TO NEWS