د کندهار ښاروالۍ په نوښت د فوټسال لوبي سیمي فاینل ترسره سو.

تیره شپه په ملي جمنازیم کښي سیمي فاینل ته ښاروالي او څلورمه ناحیه همدا ډول لومړۍ ناحیه او دریمه ناحیه وتلي وې .
چي د سیمي فاینل لومړۍ لوبه د ښاروالي او څلورمی ناحیې لوبډلي ترمنځ ترسره سوه او پرمهال یي ښاروالي لوبډلي ۳ ګولونه ولګول ا و له څلورمي ناحیې لوبډلي یي بریا ترلاسه کړه،دوهمه لوبه د لومړۍ ناحیې او دریمي ناحیې لوبډلو ترمنځ وسوه چي لومړۍ ناحیې وکولای سوای ۹ ګولونو په لګولو سره د دریمي ناحیې بریا خپله کړئ.
یاده دي وي چي وروستی فاینل لوبي به د نیکمرغه اختر وروسته ترسره سي.
![]() |
![]() |