د کندهار ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي اشر پيل سو

کندهار ښاروالۍ د ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي کمپاين پيل کړي.
ددې کمپاين په نتيجه کي به کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو سيمو کي ( ۴۰ ) زره مېوه لرونکي او غيري مېوه لرونکي نهالان کښيږدي او همدارنګه د ښار د ښکلا په موخه به ( ۵۰ ) زره زينتي ګلان چي پکښي ګل ګلاپ او نور بټي به شامل وي د کندهار ښار په مختلفو سيموکي کښيږدي.
د کندهار ښار د نورو سيمو ترڅنګ به دغه کال کي د احمدشاهي جادې د ښوراندام کوتل څخه شروع بيا د ميدان هوايي تر څلور لاري به ياده جاده په مکمل ډول سرسبزه سي، او هم به د ښکار پور دروازې سړک ګلدان په مکمل ډول سرسبزه سي او دښار په نورو سيموکي چي اړتيا وي مختلف زينتي ګلان او نهالان به ايښودل کيږي.
دکندهار ښاروالۍ رهبري د خپلو هيوادوالو څخه غوښتنه کوي چي د ښار په ښکلا او سرسبزه کولو کي د کندهار ښاروالۍ سره برخه واخلئ او هغه نهالان چي کندهار ښاروالي يې ايږدي د هغو په ساتنه او پالنه کي خپل مسؤليت آداء کړئ.