په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
شفافيت او حسابدهي

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره سول، چي په کښي د کندهار ښار دبېلا بیلو ناحیو د ګذرونو وکیلانو، د مشورتي شورا ځینو غړو،علماوو، مخورو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړئ وو.

د غونډي په پیل کي د تخنیکي او مسلکي چارو ریاست رئیس مولوي نورالباقي حقاني ټولو ګډون والو ته افتتاحیه وینا وکړل او د وینا ترڅنګ ئې د ننۍ مجلس چي د شفافیت او حساب ورکولو په موخه جوړ سوئ وو، پوره وضاحت د ګډون والو سره شریک کړ.

ورپسې د ښاري حکومتولۍ په استازیتوب د شفافیت او حساب ورکولو مدیر محمد عمر صابر د ښاري حکومتولۍ پر فعالېتونو ، د شفافیت او حساب ورکولو پر مواردو، په ښاروالۍ کي د ښاریانو پر مشارکت، د عامه پوهاوي په پرګرامونو او داسي نورو هغو موضوعاتو باندي وګډون والو ته خبري وکړې، چي د یاد ریاست په چارو پوري اړه لري او ددې ترڅنګ ئې د کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۲ مالي کال د عوایدو، محاسبې او اداري چارو ریاست د لومړۍ ربعي پر عوایدو، مصارفو او د ښاروالۍ اداري خدماتو په اړه معلومات وړاندي کړل.

ورپسې د تخنیکي او مسلکي ریاست آمر د کندهار ښار د روانو پروژو، پرمختیايي چارو، تنظیف او سرسبزۍ اړوند خپل راپور د ګډون والو سره شریک کړ.

ددې ترڅنګ په ننۍ مجلس کي د مارکېټونو د تنظیم مدیر د ډوډۍ پر وزن او نرخ، د هوټلونو صفايي، د تاریخ څخه د تیرو اجناسو کمپاینونه، د قصابۍ کنټرول، د تولیدي کارخانو کنټرول او د ښار د عامه نظم د کنټرول اړوند خپل ګذارش وړاندي کړ.

وروسته د کندهار ښاروالۍ د پلان آمر عبدالولي ماکو د خپلو پلان سوو او انکشافي پروژو په اړه درنو ګډون والو سره معلومات شریک کړل.

د غونډي په پاي کښي ګډون والو له همدې جوړي سوي غونډي هرکلئ وکړ او خپل نظرونه ، غوښتني او پوښتني ئې د ښاروالۍ له مسؤلینو سره شریکي کړې او د ښاروالۍ د اړوند برخو مسؤلینو د دوئ پوښتونو، ستونزو او غوښتونو ته ځوابونه وویل.

ياده غونډه د اختتامیه دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!