کندهار ښاروالۍ
کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو پارک ختیځ لوري ته، پر ۶۰۰ متره مربع مځکه جوړيږي.
ياد کمپلکس د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت، په لسو میاشتو کي جوړيږي، چي لومړی منزل به یې زیرخانه، دوهم منزل دوکانونه او درېیم منزل به څلور بابه کورونه ولري.
د یاد کمپليکس د جوړېدو پر مهال به هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ کسانو پوري کاريګر او مسلکي کسان په کار بوخت وي.
د دې کمپلکس په جوړېدو سره به د ښاروالۍ عواید زیات سي او ورسره به یاده سیمه لا ښکلې، منظمه او اباده سي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر
