کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي په اوومه ناحیه کي یو سړک ورغوۍ.
د اوومي ناحیې په میرویس مینه کښي د ۱۵۳۲متره په اوږدوالي سړک په اساسي او معیاري توګه سر ه جوړ کړل سو همدا رنګه د همدې سړک په امتداد باندي د ۸۷۸متره په اوږدوالي چرۍ او یوه دانه پلچک هم جوړ کړل سوی دی .
کندهار ښاروالۍ د ښاریانو ژوندانه د ښې ښاري اسانتیا د برابرولو په منظور په ټولو ناحیو کښي په مساوي اندازه خدمات عرضه کوي .