د مشورتي بورډ غړو د کندهار ښاروال سره د همږغۍ ناسته وکړه!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۰:۳۹
مشورتي بورډ

 

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د مشورتي بورډ غړو د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند سره د همږغۍ ناسته وکړه.

د همږغۍ په موخه یاده غونډه چي د کندهار ښاروال په مشرۍ جوړه سوې وه، پکښي د کندهار ښاروالۍ د شوراګانو عمومي مدیر، د مشورتي بورډ مرستیال او منشي په شمول د بورډ ټولو غړو ګډون کړئ وو.

د همږغۍ دغه غونډه چي د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره راپیل سوه، په پیل کي د شوراګانو عمومي مدیر مولوي آغا صاحب د مشورتي بورډ غړو د معرفت ترڅنګ د بورډ پر تشکیل او د همدې بورډ په داخل کي د پنځو کمېټو لکه: د ښاري حکومتولۍ، د عوایدو، اقتصادي پراختیا، د ښاري خدماتو د پراختیا، شکایاتو ته د رسېده ګي او د ښاري آمنیت او خوندیتوب کمېټې په اړه مفصل معلومات له ښاروال سره شریک کړل.

ورپسې د کندهار ښاروال ملا حکمت الله اخند ټولو راغلو غړو ته ښه راغلاست ووایه او ددې مشورتي بورډ پر ایجاد او لاسته راوړونو باندي خوښي څرګنده کړل او د هر ډول همکارۍ ډاډ ئې ورکړ.

نوموړي زیاته کړه ( چي اس./ل/امي ن/.ظام دا یو نعمت دی، چي الله جل جلاله موږ ته راکړئ دی او باید شکر ئې ادا کړو او داسي نظ/.ام په ټوله دنیا کي نسته او ددې نظام تخریب کوونکي به ناکام وي) نوموړي دا هم وویل چي کندهار ښار به داسي جوړوو، چي نورو ولایتونو ته یوه نمونه وي.

د ښاروال صاحب تر وینا وروسته د مشورتي بورډ مرستیال قاري سعید محمد د مشورتي بورډ د تیرو مجالسو موضوعات لکه په ښار کي د پاکو اوبو برابرول، دنوو جوړ سوي سړکانو ساتنه او د ښار زرغونتیا او سرسبزۍ په برخه کي د نوو نهالانو د ایښوولو په اړه معلومات له ښاروال سره شریک کړل.

د همږغۍ ددې غونډي په وروستیو شېبو کي د مشورتي بورډ غړو هم خپل وړاندیزونه او پوښتني و ښاروال صاحب ته وړاندي کړې او په دې سره یاده غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

 د مشورتي بورډ غړو د کندهار ښاروال سره د همږغۍ ناسته وکړه!