دمعیاري ګذرونو دجوړېدو ترڅنګ دګذرونو د وکیلانوټاکني کيږي .

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۸:۳۱
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي لخوا دټاکل سوي کمیټې دغړو په شتون کښي دطرزالعمل سره سم د څلورمي ناحیې د لومړي او دریم ګذر لپاره ټاکني ترسره سوې چي لومړي ګذر ته حاجي محمد اسماعیل جان کاندید و سیال یې نه درلودی د ۲۳تائد رایو(صفایي کتابچو ) په درلودلو سره یې دطرزالعمل شرایط پوره کړي وه او دلومړی ګذر وکالت ته یې لاره پیدا کړه او دریم ګذر ته حاجي علي احمد او محمد اسماعیل کاندیدان وه چي حاجي علي احمد د ۴۸تائد رایو(صفایي کتابچو) په درلودلوسره د دریم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه وروسته دکندهارښاروالي لخوا ټاکل سوي کمیټې غړو له نوو وکیلانو وغوښتل چي دښاروالي اوښاریانو ترمنځ پر ښې همږغي ،دباور فضا رامنځته کولو او دښاروالي په روانو پرمختیایي چارو کي دخلګو دپراخ ګډون په عرصه کښي پوره پاملرنه وکړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

دمعیاري ګذرونو دجوړېدو ترڅنګ دګذرونو د وکیلانوټاکني کيږي .