دکندهارښار ددولسمي ناحیې دګهیځ ګذر د سړک رغنیزي چاري رواني دي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳۱ - ۹:۳۵
Kandahar Municipality
دکندهارښار په دولسمه ناحیه کي دګهیځ ګذر سړک چي ۱۲۴۰متره دی لومړی برخه یې چي ۸۷۵متره سړک دی چي عرض یې ۸متره کیږي دوهم سړک ۳۶۵متره دی چي عرض یي ۱۱متره کیږي او همدارنګه د همدې سړک دجوړوني سره ۱۰۶۶متره چرۍ جوړه سوې ده او ۲۱۴دانې سلبونه ددې سړک دجوړوني پرمهال په نظرکي نیول سوي دي .
ددې سړک دخامه کاري ترڅنګ به یې وروسته قیریږي هم په اساسي توګه راپیل سي .
کندهارښاروالي دښار په ټولو ناحیوکي ښاریانوته ښاري سهولتونه محیاکوي ،ولي دخپلو معززو ښاریانوڅخه غوښتنه لري چي دښاروالي په پلانونوکي دښاریانو دصفایي ټکسونه او باقیات مهم رول لري باید پروخت یي تحویل کړي ترڅو دښاروالي په روانو رغنیزو چارو کي نوره هم چټکتیا راسي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS