دکندهار ښاروالۍ خبرتیا!

ناپیژنده (not verified)

Publish Date

Closing Date

د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۶م ناحیې د ادریس ګذر د پروژې دوهم اعلان

د ولسي تړون پروګرام د ۶م ناحیې اړوند د ادریس ګذر پروژه د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او په شرط پاڼه کی د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.

عمده شرایط

1. هر داوطلب ساختمانی/ د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکت چی غواړی د ولسی تړون پروګرام د ګذر پروژو په داوطلبی کی ګډون وکړی نولاندی د هری پاڼی شرایط او معلومات باید ټول سم مطالعه کړی.

2. د هر افر سره باید لاندی ذکر شوی اسناد ټاپه او ضمیمه کړی. نا مکمل معلومات او افرونه او اسناد به مسترد کړل سی او ساختماني/د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکتپه داوطلبی کی ګډون نسی کولای. آفرونه باید په جلا بند پاکټ کی او نور اسناد باید په جلا بند پاکټ کی وسپارل سی.

3. د ساختمانی / د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکت جواز (تر تاریخ تیر نه وی)

4. د کندهار ښاروالی جواز ( که وخت کم وی نو شرکت کولای سی چی د داوطلبی وروسته یی د ښاروالی څخه تر لاسته کړی)

5. ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې په پروسه کي د ګډون لپاره د مشابه پروژې اړوند اول لاس او اصلي قرارداد حاضر کي، په نوموړي پروژه کي دوهم لاس قرارداد نه منل کیږي، که د کوم موجه دلیل له وجي اول لاس قرارداد حاضر کولای نسي نو باید مخکي لا د مربوطه ادارې (ډونر یا همږغې دولتي ادارې) څخه د یوه اصلي استعلام په شکل تائیدي تر لاسه کړې او د داوطلبۍ په ورځ یې د اسنادو سره حاضر کي، په داوطلبۍ کي یوازي هغه شرکتونه ګډون کولای سي چې د نورو ذکر سویو شرطونو تر څنګ یې اسنادونه پوره وي.

6. شرکتونه چې د اول ځل لپاره د ولسي تړون د پروګرام په داوطلبۍ کي ګډون کوي، مکلف دي د خپلو ساختماني شرکتونو اصلي جواز، د کندهار ښاروالۍ لخوا ورکړل سوی اصلي جواز او د ترسره کړي مشابه پروژې اصلي قرارداد د آفر سپارلو سره یو ځاي، تسلیم کوي ، شرکتونه تر هغه وخته چي ذکر سوي اسناد وړاندي نه کړي په داوطلبي کي داشتراک حق نسي لري.

7. کمیټه حق لري چې د سپارل سويو اسناد د کره والي لپاره د داوطلب شرکتونو څخه لازم سپیناوی وغواړي.

8. د ساختمانی / د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکت مکمل پروفایل (فیکټ شیټ)

9. د ساختمانی / د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکت د ریس او معاون د تذکری کاپی

10. د ساختمانی / د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکت د تجربه کاره انجینری ټیم شهرت (لست)

11. د ساختمانی / د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکت رسمی نماینده/صلاحیت لرونکی معرفی خط (که چیری د شرکت نماینده په داوطلبی کی ګډون کوی)

12. کوم All in one LED Solar System چې ساختماني / د بريښنا د خدماتو اړوند مسلکي شرکت یې په آفر کې قیمت ذکر کوي باید د معتبرې تولیدي کمپنۍ په واسطه جوړ وي او ټول مشخصات او د تولیدي کمپنۍ سرتیفیکیت یې باید له آفر سره یوځای کړي یعني په پروژه کي کاریدونکي مواد او وسایل باید د رسمي او پیژندل سويو کمپنیو څخه تر لاسه کړل سي.

هغه شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د حوت د میاشتي ۵ څخه بیا د دلوي تر ۹ پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.

د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د حوت پر ۱۰ نیټه یعني د 2021 کال د فبروري د میاشتي پر 28 سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ د مشورتي شورا به دفتر کي ترسره کیږي.

د اسنادو تر لاسه کولو لپاره لاندي لینک ته مراجع وکئ.

http://www.mediafire.com/.../PD%252306_Idress_GA.zip/file

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي، چي د خپل ملکېت اړوند د ۷ ناحیې مربوط د سرپوزې پارک په یوه حصه کي د واده صالون جوړ کړي. صالون او پارک دواړه د آزادي داوطلبۍ له لاري د شرط پاڼي مطابق ترڅو چي یې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

 

کندهار ښاروالۍ غواړي چي د کندهار ښار د (۱۵) ناحیو ټول کثافات په مناسب شکل د خصوصي سکټور د ماشینرۍ له لاري له ښار څخه د باندي و ټاکلي ځایونو ته انتقال کړي.

د شرکتونو هغه مسؤلین چي په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۸:۲۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکېت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کښي اول نمبر غټ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ . . .

Back to tenders