دکندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت د شرقي لین په هډه کښي د څلورم نمبر غټ هوټل او حمام د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي ،ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۰کال د دلوي د میاشتي د ۶نیټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۲۸نیټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخستل کیږي ،او داوطلبي د ۱۴۰۰کال د حوت د میاشتي پر ۱ نیټه د یک شنبې په ورځ د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښی د سهار پر ۱۱بجو دتعین سوی هئیت په حضور کښی ترسره کیږي .
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹