د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون لخوا د کندهار ښاروالۍ مامورینو ته دوه ورځنئ د ارزیابۍ سمینار پای ته ورسېدئ!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
ورکښاب اصلاحات اداري

په یاد سمینار کښي د ملکي خدمتونو د کمیسیون استازي ګل محمد خان په داسي حال کښي چي د ښاروالۍ د ظرفیت لوړوني مدیر محب الله او د ښاروالۍ مامورین حاضر وه تیره ورځ سمینار پیل کړ او نن رسمأ پای ته ورسېدئ په یاد سمینار کښي د مامورینو لپاره د بهتره مهارتونو پیدا کولو ترڅنګ پر مهمو اواساسي موضوعاتو دوې ورځي بحثونه وسوه.

په سمینار کښي د ملکي خدمتونو د قانون په اساس وظیفوي لایحه،د کارقانون،د مامورینو لپاره د کلني پلان جوړوني،د مامورینو د ارزیابۍ قانوني مرحله،دمامورینو د کړنو او وظیفوي لايحو څخه خبراوی او نور هم او اساسي موارد شامل وه چي د کندهار ښاروالۍ مامورینو ته تشریح سوه ترڅو مامورین وکولائ سي د نوو ارزیابۍ فورمو،ظرفیت سازۍ او نوښتونو سره بلد سوي وي د ننني سمینار پر مهال په اداري او ملکي بخشونو کښي د مجلس د ګډونوالو سوالونو ته هم د ملکي خدمتونو د قانون په اساس معقول جوابونه وویل سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون لخوا د کندهار ښاروالۍ مامورینو ته دوه ورځنئ د ارزیابۍ سمینار پای ته ورسېدئ!