د افغان ترک معاروف ښوونځیو زده کوونکو د پسرلي له راتګ سره د ښار سمسورولو په موخه بېلابېل نهالان کښېنول!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۰:۵۵
سرسبزي

د کندهار ښاروالۍ اړوند د سرسبزۍ آمریت په همکاري د افغان ترک معاروف ښوونځیو زده کوونکو د پسرلي له راتګ سره په ښار کي د (۱۰۰) په شاوخوا کي مختلف نهالان کښېنول.

د کندهار ښاروالۍ د افغان ترک معاروف ښوونځیو زده کوونکو دا کړنه ستایې، چي د خپل ښار د زرغونتیا په رامنځته کولو کي زیار باسي.

هیله لرو د همدغو نهالانو په ساتنه او پالنه کي د ښاروالۍ سره همکاري وکړئ.

درنو هيواد والو!

راځئ د خپل ښار په سمسورولو کي د کندهار ښاروالۍ سره برخه واخلئ. ترڅو سيمه او هيواد مو په بيا رغونه کښي سمسور  او اباد ساتلئ وي، د همدې  هيواد خاوره د مور حيثيت لري او ساتنه يي پر موږ ټولو فرض ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

کندهار ښار کي د استنادي دیوال د جوړېدو چاري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې!

کندهار ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۴ ګذر کښي د استنادي دېوال د رغولو چاري را پیل کړې.

دغه دیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۲۲
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کښي د ٧ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالۍ د يونپس (UNOPS) مٶسيسې په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۸ ګذر کښي د ۷ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل کړي.

د دغه پروژې د افتتاح په مراسمو کښي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

BACK TO NEWS